روسیه:

ځينې ترهګرې ډلې هڅه کوي د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه وکاروي

5 سرطان 1401 ساعت 9:02

روسیې یو ځل بیا په سیمه کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.


روسیې یو ځل بیا په سیمه کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې وايي، په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې د مرکزي آسیا هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې کړې دي.

شویګو ویلي، په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترهګرو او ځینو نورو منفي اقداماتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، په پولو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعالیتونه هم ډېر شوې دي او هڅه کوي د افغانستان له وضعیت د ځان په ګټه کار واخلي.

د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باید همغږي ډېره شي او په امنیتي برخو کې دې همکاري پراخه کړي.

سرګي شویګو وايي، په پوره همغږۍ باید د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم اقدامات ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com