ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

5 سرطان 1401 ساعت 9:40

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه کړې ده.


ملګرو ملتونو په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د بشري مرستې لپاره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بېړنیو بشري مرستو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر د بشري چارو او اضطراري مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفېټس ورکړی دی.

ګرېفېټس پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د اضطراري صندوق له لارې به دغه لس ملیونه ډالره به د زلزله ځپلو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

پرون شنبه له ازبکستان څخه د بشري مرستو دوې الوتکې او له ترکمنستان څخه یوه الوتکه افغانستان ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com