ملا برادر د بیات بنسټ له مشر سره وکتل

5 سرطان 1401 ساعت 9:50

د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بیات بنسټ له مشر احسان الله بیات سره کتلي دي.


د افغانستان د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بیات بنسټ له مشر احسان الله بیات سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې بیات ویلي، چمتو دی چې په افغانستان کې د روغتیا، برښنا او مخابراتو په برخو کې پانګونه وکړي.

بل خوا ملا برادر اخوند ویلي، دوی د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګوالو هڅې ستایي او ملاتړ یې کوي.

نوموړي زیاته کړې، څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي، اسلامي امارت یې هرکلی کوي، امنیت یې تأمینوي او د کار کولو فرصت ورته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 151906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com