دوه پاکستانی سرتېري او ۶ وسله وال وژل شوي

6 سرطان 1401 ساعت 11:35

د پاکستان امنیتي چارواکو تایید کړې، چې له وسله والو مخالفینو سره نښته کې یې دوه سرحدي سرتېري او شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.


د پاکستان امنیتي چارواکو تایید کړې، چې له وسله والو مخالفینو سره نښته کې یې دوه سرحدي سرتېري او شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جګړه پرون یکشنبې د چنګاښ ۵ مه ډېورنډ کرښې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

پاکستاني امنیتي چارواکو ادعا کړې، چې د وسله والو یو ۱۲ کسیزه ګروپ غوښتل له ډېورنډ کرښې را تېرشي خو سرحدي ځواکونو یې مخه نیولې او وسله واله نښته یې ورسره کړې ده.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي ویلي، په دغه جګړه کې شپږ وسله وال او دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کاابل
 


د مطلب کود: 151956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com