ترکمنستان له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده

6 سرطان 1401 ساعت 16:10

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

ترکمنستاني لوري په افغانستان کې پر وروستۍ زلزله خواشیني څرګنده کړې ده وایي، د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغان لوري سره شریکوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او ډېر ژر به اړمنو ته خپلې مرستې ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151967

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151967/

جمهور
  https://www.jomhornews.com