زلزله ځپلو سره د چین مرستې هم کابل ته راورسېدې

7 سرطان 1401 ساعت 11:08

کابل کې چینايي ديپلوماتانو او د افغان حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د چین مرستې هم کابل ته راورسېدې.


کابل کې چینايي ديپلوماتانو او د افغان حکومت چارواکو خبر ورکړی، چې پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د چین مرستې هم کابل ته راورسېدې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین په مرسته بار دوه الوتکې نن سه شنبې د چنګاښ ۷ مه کابل ته رسېدلې او چارواکو ته توکي سپارل شوي دي.
 
کابل کې د چین سفارت وايي، دا له زلزله ځپلو افغانانو سره د چین حکومت د مرستندویه توکو لومړۍ جوپه ده، چې کابل هوايي ډګر ته ورسېده او د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.
 
د چین سفیر وانګ یو، د افغانستان د سرپرست حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر غلام غوث ناصري د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

وانګ يو ویلي، د افغانستان په جنوب ختيځو سيمو کې د زلزلې پېښې کې رامنځته شوې مرګژوبلې ته ډېره پاملرنه کوي او پر وخت يې پرېکړه وکړه، چې له ځپل شویو افغانانو سره د ۵۰ میلیونو یوانو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړي.

د چین له لوري په لومړۍ جوپه مرستو کې  خيمې، کمپلې او بسترې شاملې دي.
 
وانګ یو زیاته کړې، چين به په راتلونکو ۳ ورځو کې د ۶ الوتکو له لارې افغانستان ته نور مرستندويه توکي هم وليږي.
 
د هغه په وینا برسیره پر دې، چین مخکې د افغانستان بېلا بېلو سیمو ته د اړتيا وړ غلې دانې هم ليږلي او په بې وزلو خلکو يې ویشلې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 151999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/151999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com