د ایران ولسمشر:

د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا او ناټو دی

8 سرطان 1401 ساعت 8:39

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې له وژنو او ورانیو پرته بل څه نه دي کړي.


د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې له وژنو او ورانیو پرته بل څه نه دي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رییسي په تهران کې د خبرو پر مهال زیاته کړې، د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا او ناټو دی.

نوموړي ویلي، ناټو او امریکا پوره شل کاله په افغانستان کې حضور درلود او پلمه یې دا وه چې دوی دلته د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي، خو دغه هېواد کې یې ورانۍ پېښې کړې او له وژنو پرته بله پایله نه لري.

د ایران ولسمشر تمه ښوودلې چې اوس په افغانستان کې دایمي ثبات راشي.

ښاغلي رییسي وايي، ایران په دغه افغانستان کې د داسې یوه حکومت غوښتونکی دی چې ټول اړخونه په کې ځان وویني او د یوې با ثباته راتلونکې لپاره هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152018

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152018/

جمهور
  https://www.jomhornews.com