واشنګټن پوسټ د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا او افغان لوریه د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو خبرې کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.
سرچینې یادې رسنۍ ته ویلي، امریکايي لوری په دې لټه کې دی څو پر دې پیسو د نوي حکومت چارواکي کنټرول و نه لري بلکې د افغان ولس لپاره وکارول شي.
د سرچینې په وینا له همدې امله دوی د دې پیسو د آزادولو پر یوه ډاډه میکانیزم او تګلاره کار پیل کړی دی.
امریکايي سرچینو ویلي د دې پیسو له آزادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاري کول دي.
امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده چې له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور شتمني ګڼل کېږي.
دا راپور پر داسې مهال خپرېږي، چې څو دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ قطر کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کې ډاډ ورکړی و، چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي ستونزې حل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل