د مشرنو جرګې پخوانی مرستیال هم هېواد ته راستون شو

8 سرطان 1401 ساعت 9:49

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو کمېسیون چارواکي وايي، د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال انجینر حسیب الله کلیمزی هم بېرته هېواد ته راستون شو.


له افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو کمېسیون چارواکي وايي، د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال انجینر حسیب الله کلیمزی هم بېرته هېواد ته راستون شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال او د نړیوالو کمېټې رییس حسیب الله کلمیزی نن چهارشنبې د چنګاښ ۸ مه هېواد ته را رسېدلی دی.

د اړیکو نیولو کمېسیون دا خبر تایید کړی او پر خواله رسنیو یې د هغه د راتګ انځورونه هم خپاره کړي دي.

د یادونې ده، چې پرون د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال آصف ننګ هم بېرته هېواد ته راستون شو.

او تر هغه وړاندې فاروق وردګ، امیرزی سنګین، حکیم نورزی، انتظار خادم، امان الله غالب، جنرال دولت وزیري، جنرال غلام سخي روغ لېونی، حسن مبارک عزیزي، نظام الدین قیصاري او ځينې نور کسان هم هېواد ته راستانه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152027

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152027/

جمهور
  https://www.jomhornews.com