د افغان حکومت یو لوړ پوړی پلاوی له امریکايي چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي مسائلو د خبرو لپاره قطر ته ولاړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی، چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کوي، نن چهارشنبې د چنګاښ ۸ مه د قطر پر خوا روان شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، یاد پلاوی به دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او امریکا د خزانې وزارت د چارواکو سره وګوري او په دغه ناستو کې به د سیاسي موضوعاتو ترڅنګ پر اقتصادي او بانکي برخه هم تمرکز وشي.
د یادونې ده، چې په دغه پلاوي کې د مالیې وزارت او افغانستان بانک استازي هم شامل دي.
یاد پلاوی پر داسې مهال قطر ته ځي، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د امریکايي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې امریکا به له افغان لوري سره د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې د آزادولو په اړه خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست هم قطر کې له افغان سوداګرو سره لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به د افغانستان بانکي ستونزې حل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل