د کجکي اوبو بند برښنا له کندهار ښار سره وصل شوه

8 سرطان 1401 ساعت 14:00

سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا لاین رغولو چارې بشپړې شوې.


سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت له کجکي څخه تر کندهار ښار پوري د ۱۱۰ کیلو ولټه برښنا لاین رغولو چارې بشپړې شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه برېښنا لاین د رغولو چارې، څه باندې دوې میاشتې مخکې پیل شوي وې چې نن چهارشنبه د چنګاښ ۸ مه بشپړه شوې.

د کندهار د والي دفتر وايي، د کجکي فابریکې څخه تر کندهار برېښناکوټ پوري نوی لاین، انسلیټران، براکټونه او پایې د ۱۷۰ کلیومتره په واټن د ۶۱ کاري ورځو په بهیر کي بشپړ شو.
 
د دغه دفتر څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې پروژې ټول لګښت ۲۷۲ میلیونه افغانۍ راغلی دی.
 
کندهار ښار ته پر داسې مهال د کجکي برښنا وصلیږي چې خلک د برښنا نشتوالي له امله له سختې ګرمۍ سره مخ و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 152052

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com