یونیسف:

پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلې ډول ډول ناروغیو سره مخ دي

9 سرطان 1401 ساعت 8:51

یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.


یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.

یونیسف زیاته کړې، دوی خپل مرستندویه ټيمونه او درمل سیمې ته لېږلي دي او هڅه کوي له اړمنو سره پر وخت مرسته وکړي.

یونسیف وايي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات رسولي دي او تر څنګ یې د اوبو د پاکولو درمل او نور اړین توکي تر زلزله ځپلو رسولي دي.

خو دغه اداره وايي مرستې کافي نه دي او خلک لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
 


د مطلب کود: 152066

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152066/

جمهور
  https://www.jomhornews.com