الجزیره:

پخوانی فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو میلیونه افغانان یې له لوږې سره مخ کړي

9 سرطان 1401 ساعت 8:56

الجزیرې انګلسي په یوه راپور کې د افغانستان د اوسنۍ لوږې او قحطۍ لوی لامل پخواني فاسد چارواکي بللي دي.


الجزیرې انګلسي په یوه راپور کې د افغانستان د اوسنۍ لوږې او قحطۍ لوی لامل پخواني فاسد چارواکي بللي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور کې ویل شوي، د افغانستان د پخواني حکومت فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو تر شا یې ميلیونونه له لوږې او قحطۍ سره مخ کسان پرېښودل.

د سرچینې په وینا د د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي.

راپور کاږي، په پخواني حکومت کې مالي فساد او د میلیونونو ډالرو لا درکه کېدل د دې سبب شول چې نن میلیونونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان شي.

الجزیرې زیاته کړې، د پخواني حکومت فاسد چارواکي آرام ژوندونه لري، خو د دوی د فساد زیان میلیونونه هغو کسانو ته ورسېد چې په ټېټو چوکیو یې د خپل هېواد خدمت کاوه او د راتلونکې لپاره یې هیلې لرلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152067

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152067/

جمهور
  https://www.jomhornews.com