تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړېږي

11 سرطان 1401 ساعت 10:07

د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.


د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.

اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا کنفرانس به د روانې جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152113

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152113/

جمهور
  https://www.jomhornews.com