۰

امریکا افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون اندېښنه ښودلې

شنبی ۱۱ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا کړې او پر دغه ډلو او د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې یې د طالبانو پر لاسوهنې اندېښنه ښکار کړې.
امریکا افغانستان کې د ترهګرو ډلو په شتون اندېښنه ښودلې
امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعا کړې او پر دغه ډلو او د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې یې د طالبانو پر لاسوهنې اندېښنه ښکار کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه اندېښنه د دوی استازی ټام وېست دوحه کې له طالب مشرانو سره لیدنه کې کړې ده.

اعلامیه وايي، وېسټ د یوه لوړ پوړي پلاوي سره یو ځای د قطر پلازمېنه دوحې کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره  کتلي او په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړلې.

سرچینې زیاته کړې، د طالبانو پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي د افغانستان د خاورې څخه نور هېوادونه وګواښي.

اعلامیه وايي، امریکایي پلاوي د طالبانو سره په لیدو کاتو کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانانو په شتون اندیښنه څرګنده کړه.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو پلاوو د افغانستان د ۳.۵ ملیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو په هکله هم خبرې کړي تر څو دا پیسې خلاصې او د افغانستان ولس ته ورکړل شي.

خو سرچینه زیاتوي، امریکایي چارواکو په افغان میرمنو د بندیزونو په پراخیدو اندیښنه څرګنده کړې.

امریکا زیاتوي، ټام وېسټ طالبانو ته په واضح توګه ویلي، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب د امریکا او طالبانو د اړیکو د عادي کېدو سره ښکاره تړاو لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي