مفتي ذاکري: اسلامي امارت باید عصري علومو پاملرنه ډېره کړي

11 سرطان 1401 ساعت 11:56

د مفتي محمود ذاکري په نوم دیني عالم په کابل کې د علماوو لویې غونډې ته ویلي چې علمأ کرام هېڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي.


د مفتي محمود ذاکري په نوم دیني عالم په کابل کې د علماوو لویې غونډې ته ویلي چې علمأ کرام هېڅلکه د عصري علومو مخالف نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متفي ذاکري ټینګار کړی، چې عصري علومو سره اسلام هېڅ ستونزه نه لري او دا علم د ټولنې ډېره شدیده اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، ان په درېیمه هجري پېړۍ کې، هغه وخت چې غربیان مطلق وحشیان وو، مسلمانانو پوهنتونونه درلودل.

ښاغلي ذاکري په اسلامي امارت غږ کړی دی چې عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پرمختګ او تقویې لپاره یې جدي هلې ځلې وکړي.

د یادونې ده، چې ډېری نورو دیني عالمانو هم له اسلامي امارت نه د نجونو د ښوونځیو په ګډون د عصري زده کړو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د دیني عالمانو او مخورو د ناستې نن درېیمه ورځ ده چې ممکن نن وروسته له غرمې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152130

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152130/

جمهور
  https://www.jomhornews.com