د علماوو غونډه پای ته ورسېده، ۱۱ مادیز پرېکړه لیک یې صادر کړ

12 سرطان 1401 ساعت 9:27

کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه چې زرګونه کسانو په کې برخه اخیستې وه، چې د یوه ۱۱ مادیز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.


کابل کې د دیني عالمانو ستره غونډه چې زرګونه کسانو په کې برخه اخیستې وه، چې د یوه ۱۱ مادیز پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی په دغه پرېکړه لیک کې ټينګار کړی چې نوی حکومت دې د یووالي او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
 
همدا راز ټینګار شوی دی چې حکومت دې د اسلامي، عصري او اقتصادي علومو په پراختیا او عامولو کې هڅه وکړي او تر څنګ یې دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د اقلیتونو، ماشومانو او ښځو حقونه رعایت کړي.
 
دوی دغه راز پر علماوو غږ کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې له اختلافونو او کرکې خپرولو ډډه وکړي او تر څنګ یې له هېواد بهر ته پر تللو خلکو هم غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
 
دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ پيل شوې وه چې نن ددې پرېکړه لیک په صادرولو پای ته ورسېده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152143

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152143/

جمهور
  https://www.jomhornews.com