امریکا د افغانانو لپاره د بورسونو د فعالولو په اړه کار کوي

12 سرطان 1401 ساعت 9:38

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو د فعالولو په اړه کار کوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو د فعالولو په اړه کار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی، خو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په فولبرایټ پروګرام کار کوي.

د معلوماتو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د سږ او پروسږکال د فولبرایټ د بورسیو د ازموینو هغه محصلین په پام کې نیسي چې تر نیمه وروستي پړاوه رسېدلي دي.

امریکا په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د فولبرایټ پروسه وځنډوله.

د یادونې ده، چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۲۱ کاله ۹۵۰ افغانانو هم د فولبرایټ له لارې په امریکا کې لوړې زده کړې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152144

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152144/

جمهور
  https://www.jomhornews.com