استرالیا: افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه څېړو

12 سرطان 1401 ساعت 9:49

استرالیا وایي د خواشینۍ ځای دی چې سرتېرو یې په افغانستان کې له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، خو په وینا یې دوی به دا جنایتونه په جدي توګه څېړي.


استرالیا وایي د خواشینۍ ځای دی چې سرتېرو یې په افغانستان کې له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي، خو په وینا یې دوی به دا جنایتونه په جدي توګه څېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د استرالیا ددفاع نوي وزیر ریچارډ مارلېس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې یې سرتېرو د خپل ماموریت پر مهال له شرمه ډک جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او د دوی د محکمې بهیر به روان وي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې، دا د استرالیايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو خواشینوونکې او وحشتناکه قضیه ده او باید په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.

مارلېس وايي، د ښکېلو سرتېرو د محاکمې غوښتونکی دی خو د دې قضیې نهایي کېدل به وخت ونیسي.

استرالیايي رسنیو په تېرو کلونو کې داسې تحقیقاتي راپورونه خپاره کړل چې ثابته یې کړه، استراليایي ځواکونو افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي او د ملکیانو په ۳۹ وحشتناکو وژنو کې ښکېل دي.

تر څنګ یې د عامو وګړو د شکنجه کولو په اړه هم اسناد خپاره کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com