اروپايي ټولنه له افغان ماشومانو سره د ۴۰ میلیون یورو مرسته کوي

12 سرطان 1401 ساعت 12:08

اروپايي ټولنې اعلان کړي، چې افغانستان کې به د ماشومانو په ملاتړ د پولیو واکسین د تطبیق په خاطر د ۴۰ میلیون یورو په ارزښت مرسته وکړي.


اروپايي ټولنې اعلان کړي، چې افغانستان کې به د ماشومانو په ملاتړ د پولیو واکسین د تطبیق په خاطر د ۴۰ میلیون یورو په ارزښت مرسته وکړي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف نن یکشنبې د چنګاښ ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې دغه بودجه د روغتیا نړیوال سازمان په واک کې ورکړي.
 
اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنه به ۲۵ میلیون یورو د پولیو د واکسن او ۱۵ میلیونه به افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.
 
سرچینې زیاته کړې، چې افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ماشومان له ټولو ګواښونو او امنیتي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوی په وینا ډېری ځوانان او ماشومان داسې احساس کوي، چې دوی اړ دي کار وکړي او ان ځینې یې د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره بهر ته خطرناک سفرونه پر سر واخلي.

یونیسف ویلي، تېر کال ۸۸ سلنه کورنۍ داسې وې، چې کم تر کمه یو اولاد به یې په سختو شرایطو کې له کوره بهر کار کولو.

کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وانټ برانټ بهر ته د افغان ماشومانو سفر له خطره ډک بللی ویلي یې دي، چې ډېری ماشومان له تاوتریخوالي، استثمار او نورو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې، په همدې خاطر اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره د ملاتړ لپاره ۱۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 152160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com