جاپان له افغانستان سره د ۱۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ

13 سرطان 1401 ساعت 8:50

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي، هېواد به یې د کرنې او دغه راز پراختیایي پروژو برخه کې له افغانستان سره ۱۴ میلیونه ډالر مرسته وکړي.


د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا ویلي، هېواد به یې د کرنې او دغه راز پراختیایي پروژو برخه کې له افغانستان سره ۱۴ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوکادا دا څرګندونې په قطر کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره پر مرستو، زیربنايي پروژو او نورو مهمو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

ښاغلي متقي په یاده لیدنه کې د جاپان له مرستې مننه کړې او ټینګار یې کړي، چې نه یوازې جاپان بلکې ټول هېوادونه باید د افغانستان زیربنایي برخه کې مرسته وکړي.

د جاپان سفير دغه راز ويلي چې هيواد به يې له افغانستان سره بشري او انکشافي مرستې له سياسي موضوعاتو سره ونه تړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com