د هند مرسته شویو غنمو بله جوپه هم افغانستان ته ولېږله

13 سرطان 1401 ساعت 8:53

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو پنځلسمه جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوه.


د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو پنځلسمه جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدوي.

هندي لوري ویلي چې دغه غنم به د واګه بندر له لارې د پاکستان له خاورې افغانستان ته رسول کېږي.

د سرچینې په وینا افغانستان په دې حساسو شرایطو کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
هند تر دې وړاندې هم د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com