ایران: افغانان یوازې د قانوني لارو راتلای شي

13 سرطان 1401 ساعت 8:56

ایران یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې په قانوني اسنادو دغه هېواد ته سفر وکړي.


ایران یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې په قانوني اسنادو دغه هېواد ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي لا هم په ایران کې ګڼ افغانان قانوني اسناد نه لري او د ثبت له بهیر هم پاتې شوي دي.

وحیدي پر افغانانو غږ وکړ چې له قانوني لارو او د وېزو په اخیستو ایران ته د ننه شي.

نوموړي زیاته کړې، د قانوني اسنادو نه لرونکي بهرنیان به له ایران ایستل کېږي.

ایران تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ثبت بهیر پيل کړی و، خو وروسته افغان کډوال وویل چې په دې توګه ایران هلته مېشت افغانان ځان ته معلوم کړل او اوس یې د ایستلو بهیر پيل کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152180

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152180/

جمهور
  https://www.jomhornews.com