د افغان حاجیانو وروستۍ جوپه سعودي ته ورسېده

13 سرطان 1401 ساعت 9:31

افغان حکومت وايي، د افغان جاجیانو وروستۍ جوپه هم د حج مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ورسېده.


افغان حکومت وايي، د افغان جاجیانو وروستۍ جوپه هم د حج مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې د چنګاښ ۱۳ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغان حاجیانو وروستۍ چوپه هم پخیر سره سعودي عربستان ته ورسېده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د حج او اوقافو وزارت او نورو اړوندو ادارو په هلو ځلو سږ ټول ټاکل شوي (۱۳۵۸۲) افغان حاجیان د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار ته ورسېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 152186

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com