وسله وال کس ډنمارک په یوه مغازه کې پر خلکو ډزې کړې او شپږو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن کې پرون یکشنبې د چنګاښ ۱۲ مه رامنځ ته شوې.
پولیس وايي، یو وسله وال مغازې ته ننوتی او پر خلکو يې ډزې کړې، چې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دوی په وینا ۲۲ کلن ډنمارکۍ بریدګر یې نیولی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
عیني شاهدانو ویلي چې د ډزو پر وخت ځیني کسان په ټیل ماټیل کې د پښو لاندې هم شوي خو پولیسو تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي.
د ډنمارک صدراعظمې مته فریدریسکن دا یو ظالمانه برید برید بللی.
میرمن فریدریسکن ویلي، دا برید د فهم وړ نه دی، زړه ماتوونکی او بې معنی دی، زمونږ ښکلی او معمولاً خوندي پایتخت په یوې شیبې کې بدل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل