په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان څخه د وچې او تازه میوې صادرات ډېر کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي دي.
د سرچینې به وینا چینايي لوري ژمنه کړې چې د افغانستان اړوند ادارو سره به کار کوي، څو چین ته د افغانستان د وچې او تازه میوې د صادرولو لپاره زمینه برابره شي.
په یاده لیدنه کې ویلي، مسوولیت لري چې د افغانستان او چین تر منځ د هوا او ځمکې له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي، څو پر جلغوزو سربېره، چین ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمینه هم برابره شي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، هڅه دا ده څو چین ته د افغان توکو د صادراتو د زیاتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چینايي لوري سره نږدې او اغېزناکې دوه اړخیزې ناستې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل