امیري: طالبان خپله د بندیزونو د دوام لامل شوي دي

14 سرطان 1401 ساعت 8:59

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان په خپله د بندیزونو د دوام لامل شوي دي.


د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، طالبان په خپله د بندیزونو د دوام لامل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن امیري په تازه مرکه کې زیاته کړې، د طالبانو تګلارې او اعمال په خپله د دې لامل شوي چې په دوی باندې بندیزونه او سزاوې په خپل ځای پاتې وي.

نوموړې زیاته کړې، افغان ښځې له جنسیتي تبعیض سره مخې دي او د نړۍ په هېڅ یوه اسلامي هېواد کې له ښځو سره هغسې چلند نه کېږي چې طالبان یې ورسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com