اسلامي امارت:

د تېلو بیو لوړوالي کې ځینې کړۍ لاس لري، پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي

14 سرطان 1401 ساعت 10:01

د افغانستان د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وايي، دوی داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې د تیلو نرخونو په لوړ والي او بحراني حالت رامنځ ته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.


د افغانستان د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر وايي، دوی داسې راپورونه تر لاسه کړي، چې د تیلو نرخونو په لوړ والي او بحراني حالت رامنځ ته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دفتر خبرداری ورکړي، چې د دا ډول کسانو سره به سخت قانوني چلند وشي.

ارګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل مرتکب کېږي.

سرچینې خبرداری ورکړی، چې د ادعاوو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلند ترسره او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به یې جدي غور وشي.

اسلامي امارت دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې د تیلو بیې په بې سارې توګه پورته شوې، چې ورسره د نورو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

اوس مهال په بازارونو کې یو لېتر ډیزل په ۱۱۸ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۸۴ افغانۍ پلورل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com