ایران څلور نیم زره افغان کډوال را اړولي دي

14 سرطان 1401 ساعت 10:12

راپورونه وايي، ایران په تېرو دوو ورځو کې تر څلورو زرو ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.


راپورونه وايي، ایران په تېرو دوو ورځو کې تر څلورو زرو ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایراني رسنیو هم تایید کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده او ایران په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږلي دي.

را اړول شوي افغان کډوال وایي چې ایراني حکومت په ټولو ځایونو کې د افغان کډوالو د پلټنې لړۍ پيل کړې ده او ټول هغه کسان وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ایران څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې افغان کډوال ثبتوي او هغه کسان چې د ثبت له بهیر پاتې کېږي له ایران ایستل کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ هم پر افغانانو غږ کړی و، چې یوازې له قانوني لارو دغه هېواد ته ورتللی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152218

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152218/

جمهور
  https://www.jomhornews.com