المان غواړي له افغان حکومت سره خپلې اړیکې پراخه کړي

14 سرطان 1401 ساعت 10:33

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د المان سفارت له نوماند مشر سټېفن شنیک سره کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د المان سفارت له نوماند مشر سټېفن شنیک سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي شنیک لیدنه پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې شوې ده.

متقي افغانستان کې د المان سفارت لپاره نوماند سفیر شنیک سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د دغه اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.

د المان نوماند سفیر ویلي، هېواد یې غواړي، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخه کړي او له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

سټېفن شنیک زیاته کړې« موږ به د افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او په دې لټه کې يوچې څنګه افغانستان سره اړيکې نورې هم پراخې او راشه درشه زیاته کړو.»
 
ښاغلي متقي هم د المان له مرستو مننه کړې ویلي یې دي، دوه اړخیز مثبت تعامل کولی شي په ډېرو برخو کې اړيکې نورې هم پياوړي او اغېزمنې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com