امریکا: په ډزو کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

14 سرطان 1401 ساعت 10:40

د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شوي دي.


د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي او تر ۳۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۳ مه د شیکاګو ایالت د هایلینډ پارک په سیمه کې شوې ده.

دا ډزې د یوې ودانۍ له بامه پر هغو کسانو وشوې چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه.

امریکايي پولیسو تایید کړې، چې د ډزو له امله شپږ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، یو ۲۲ کلن کس چې حمله کې دلاس لرلو شک پرې پوری دی، پرون ماښام د پولیسو له خوا توقیف شوی دی.

دا ډزې د یوې ودانۍ له بامه پر هغو کسانو وشوې چې د خپلواکۍ جشن یې لمانځه.

په امریکا کې تر دې وړاندې پر ښونځیو، کلیساوو او پلورنځیو هم ورته بریدونه شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152223

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152223/

جمهور
  https://www.jomhornews.com