عبدالحکیم نورزی:

افغان ولس ټولګډونه، نه، بلکې ټول خدمتی حکومت غواړي

14 سرطان 1401 ساعت 13:12

د افغانستان مخکني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار عبدالحکیم نورزی وايي، ولس ټولګډونه حکومته نه بلکې، خدمت کوونکی حکومت غواړي.


د افغانستان مخکني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار عبدالحکیم نورزی وايي، ولس ټولګډونه حکومته نه بلکې، خدمت کوونکی حکومت غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نورزی چې تازه له بهره هېواد ته راستون شوی دا څرګندونې د بهرنیو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیرانو سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت او نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې د قدرت جزیرې ختمې شوې او امنیت ټینګ شوی دی.

نورزي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امارت د الله ج په نصرت سره امریکا او ناټو ماته کړه او ټولې نړۍ ته ثابته شوه، چې انساني قوت ماتېدلی شي.

د ملي شورا شورا دغه پخواني سلاکار نړۍ به افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتونکې ده، په داسې حال کې، چې د افغانستان ولس بیا ټول ګډونه نه بلکې ټولو ته خدمت کوونکی حکومت غواړي.

هغه ویلي«زه د بن په کنفرانس کې وم؛ د نړۍ موخه له ټولګډونه حکومته  داوه، چې نظام پر ډلو ټپلو ووېشل شي، اطاعت له منځه ولاړ او اختلافات رامنځته شي، چې دوی ته د لاسوهنې زمېنه روانه وي.»

د یادونې ده، چې عبدالحکیم نورزی څو ورځې وړاندې د افغان حکومت له خوا د سیاسیونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو بېرته هېواد ته راستون شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com