د افغانستان دفاع وزیر یعقوب مجاهد قطر ته تللی دی

15 سرطان 1401 ساعت 9:39

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه پلاوی په مشرۍ په یوه رسمي سفر قطر ته تللی دی.


د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه پلاوی په مشرۍ په یوه رسمي سفر قطر ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر تاییدوي، چې مولوي یعقوب مجاهد د قطر په رسمي بلنه پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۴ مه له غرمې وروسته د قطر پلازمنې دوحې ته رسېدلی دی.

دوحه کې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ وايي، ښاغلی مجاهد او ورسره پلاوی به په دې سفر کې له لوړ پوړو قطري چارواکو سره وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.

خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې ښاغلی مجاهد به له قطري چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

واک ته د اسلامي امارت د رسېدو او نوي سرپرست حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوه رسمي بهرني سفر وځي.

د دفاع وزارت سرپرست او ورسره پلاوی پر داسې مهال دوحې ته ځي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او ورسره پلاوی له وړاندې دوحه کې دي.

ښاغلي متقي دوحې ته سفر په ترڅ کې د ټام وېسټ په مشرۍ د امریکايي پلاوي، د ځینو هېوادونو له سفیرانو او استازو او دغه راز قطري چارواکو سره لیدلي دي.

د راپورونو پر اساس د امریکایي پلاوی سره خبرې تر ډېره د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ، د نجونو د ښونځیو پرانستو، د ټولګډونه حکومت، د ښځو حقونو او اړیکو باندې راټولې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152261

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152261/

جمهور
  https://www.jomhornews.com