د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې يو روغتيايي مرکز پرانيسنی

15 سرطان 1401 ساعت 9:55

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې کمېشنرۍ ویلي، چې دغه روغتیايي مرکز یې د کندهار په  اعظم کلا کې پرانستی دی.

سرچینې په یوه ټوېټ کې زیاته کړې، چې دغه روغتیايي مرکز به په دې سیمه کې ۴۳۰۰ تنو کورنیو بې ځایه شویو ته روغتیايي خدمات سرته رسوي.

یو ان ایچ سي ار ویلي، دا مرکز په سولري یا لمریزې برېښنا سمبال دی چې ناروغانو ته ښه امکانات برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com