د اسلامي امارت مشر:

له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکو غواړو، تعلیم او تربیې ته خاصه توجو کوو

15 سرطان 1401 ساعت 13:38

د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې اړیکې غواړي.


د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې اړیکې غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۵ مه د حکومت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په ټوېټر پاڼه خپور شوی دی.
 
شیخ هبت الله اخندزاده په دغه پیغام کې ویلي، چې هېواد مو په بشپړ ډول آزاد شوی، اسلامي  نظام قایم ده، ټول ملت مو د امن، آرام او اخوت په فضا کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دې هیواد د بیا رغونې لپاره هر ډول هلوځلو ته خورا جدي متوجه دی.

د اسلامي امارت مشر ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته  پوره ډاډ ورکړی، چې افغانستان به  هېچا ته اجازه ورنه کړي چې خاورنه یې د نورو پر ضد وکارول شي.

خو په ورته وخت کې یې له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

ښاغلي اخندزاده ویلي« موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.»

کورني مسایل:

هغه دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هېواد په بیا رغونه کې باید ټول ونډه واخلي او دا هېوادنی مکلفیت او دیني وجیبه ده.

نوموړي ویلي«په ټولو جهتونو ږغ کوو  چې موږ له هیچا سره  ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غیږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.»

د اسلامي امارت مشر زیاته کړې، دا چې له بهر څخه افغانان بېرته خپل هېواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمېسیون ته لارښوونه کوي،  هغه  افغانان چې هېواد ته راځي د هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان ونه رسوي.

پر مخالفینو د اسلامي امارت د مشر غږ:

د امارت مشر وايي، څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت  هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی  ږغ کوي، چې باید له تېرو ترخو تجربو څخه  زده کړه وکړي.

نوموړي ویلي، دغه ډول کسان دې نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ د نه کوي، ځکه په وینا یې دا دهېچا په ګټه نه دي، بلکې غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلي، او د اسلامي  شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځي.
ښاغلي هبت الله اخندزاده وايي،  اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې ولس ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لیری کول د امارت او ملت مشترک مسئولیت دی.

هغه ولس ته ویلي«راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هیواد پخپل لاس بیرته آباد او سوکاله کړو.»
هغه له دیني علماء کرامو او مشرانو غوښتي، چېلا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لاهم له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.

د ښونې او روزنې په اړه:

د اسلامي امارت مشر د ښوونې او روزنې په اړه ویلي، چې دوی دغه بهیر ته خاصه توجه کوي، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علوموتربیې ته.

نوموړي زیاته کړې، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې کوي.

دی وايي، اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت  په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره لري، هیوادوال کولای شي چې د هرډول ظلم او زیاتي په صورت کې د سمع شکایاتو له ادارې سره  تماس ونیسي او خپل شکایت  ثبت کړي.

نوموړي ویلي«د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کوونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.»

شیخ هبت الله اخندزاده وايي، د روغتیا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولو نیږدې او لیرې پرتو سیمو کې روغتونونه،  صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسئلې ته لاهم توجه وکړي.

دغه راز هغه ویلي، له نړیوالو او داخلي صحي نهادونوسره د دوامداره اړیکې په وسیله د خپلو هېوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډېر خدمت کولو کې ډېر کوښښ وکړي.

دی وايي، اسلامي امارت د هېوادوالو هرډول حقه حقوقوورکولوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې  د  ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کیږي. ان شاءالله.

هغه ویلي، اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.

همدارنګه هغه زیاته کړې، ټول  سالم او متدین مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنیران او تعلیم یافته او ټول هغه کدرونه چې د  ولس خدمت کولای شي، ملي تجاران او سرمایه ګذران باید پوه شي چې زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، اسلامي امارت دوی ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com