چین:

نړۍ دې اسلامي امارت د ټولو شموله حکومت جوړولو ته وهڅوي

10 اسد 1401 ساعت 10:02

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانک يي په تازه څرګندونو کې پر نړۍ غږ کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته وهڅوي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانک يي په تازه څرګندونو کې پر نړۍ غږ کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته وهڅوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي يي زیاته کړې، چې دوی د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او تمه لري، چې په دغه هېواد کې یو ټولشموله او پياوړی حکومت رامنځته شي.

وانګ یې ټینګار کړي، چې نړۍ دې له افغان لوري سره د دغه ډول حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي او هڅونې ته یې ادامه ورکړي.

د هغه په وینا چین په نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو کې تل د افغانستان په تړاو فعال رول لرلی دی او له افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفیر هم په خپلو څرګندونو کې له افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی و او تر څنګ یې ویلي وو چې هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com