د پاکستان د حکومت یوه بله جرګه کابل ته راغلې ده

10 اسد 1401 ساعت 10:24

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت یوه بله جرګه کابل ته تللې ده.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره د خبرو لپاره د پاکستان د حکومت یوه بله جرګه کابل ته تللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جیوټلوېزیون راپور ورکړی، چې په دغه جرګه کې ۱۲ تنه شامل دي، چې په کې قبایلي مشران او حکومتي چارواکي برخه لري.

د سرچینې په وینا کابل ته د دغه جرګې د سفر موخه دا ده، چې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره خبرو ته دوام او سرعت ورکړي.

د معلوماتو پر اساس د جرګې په چوکاټ کې د باجوړ نه د پاکستاني طالبانو د مهم قومندان فقير محمد ورور، پخوانی والي شوکت الله، د مومندو نه سناتور هلال الرحمان، د شمالي وزيرستان نه د جميعت علماء اسلام پخوانی سناتور صالح شاه او د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار محمد علي سېف ترڅنګ دولس تنه نور شامل دي.
 
 
راپورونه وايي، دا جرګې په دې هڅه کې دي چې پاکستاني طالبان او د پاکستان حکومت سره پخلا کړي او دایمي اوربند ته یې ورسوي.
 
تر اوسه افغان حکومت د دغه جرګې د راتګ په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ټي ټي پي سره د خبرو لپاره د پاکستانه جرګې راغلې وې.

جمهرخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152970

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152970/

جمهور
  https://www.jomhornews.com