مسلم: نړیوال دې د سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي

10 اسد 1401 ساعت 10:48

د افغانستان طبعي پېښو ته د رسېدو وزارت پر نړیوالو غږ کړی، چې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته راودانګي.


د افغانستان طبعي پېښو ته د رسېدو وزارت پر نړیوالو غږ کړی، چې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته راودانګي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وايي، په هېواد کې وروستیو سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم افغان حکومت تر خپل توان هڅه کوي، چې سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي او د راتلوونکو سېلابونو د زیان مخنیوی وکړي، خو په وینا یې زیان ډېر اوښتې او د دوی تر توان لوړه خبره ده.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله ۱۲۰ کسان مړه او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي.

خو له سيمې د راپورونو پر اساس داسې اندېښنې هم شته چې د مرګ ‌ژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه وي.

د دې تر څنګ وروستیو سېلابونو په زرګونو کورنه ویجاړ کړي او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 152974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com