کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د لوبو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

10 اسد 1401 ساعت 14:04

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د پنخو ۲۰ اوریزه لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړل.


د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د پنخو ۲۰ اوریزه لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ نن دوشنبې د زمري ۱۰ مه پر خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې افغان لوبډله به د راتلونکې میلادي اګست میاشتې په ۹ مه نېته له ایرلنډ سره د پنځو شل اوریزه لوبو لړۍ پیل کړي.

بورډ د دغه لوبو لپاره د محمد نبي په مشرۍ د ۲۰ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی، چې څلور تنه په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، راشدخان، حشمت الله شهدي، دروېش رسولي، نجیب الله ځدراڼ، کریم، جنت، افسرځاځي، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، شرف الدین اشرف، نور احمد لکڼوال، عزمت الله عمرزی او فرید ملک هغه کسان دي، چې په دې نوملړ کې شامل دي.

دغه راز مجیب ځدراڼ، نجات مسعود، قیس احمد او عثمان غني په احتیاطي لوبغاړو کې اخستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 152982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/152982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com