ټوکر کارلسون:

امریکا په ۲۱مه پېړۍ کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې دي

12 اسد 1401 ساعت 10:19

امریکايي سیاستوال او د سیاسي خپرونو مشور چلوونکي ټوکر کارلسون ویلي، امریکا له افغانستان نه نیولې تر ټایوان پورې یوازې ناندرۍ جوړوي او بله هېڅ لاس ته راوړنه نه لري.


امریکايي سیاستوال او د سیاسي خپرونو مشور چلوونکي ټوکر کارلسون ویلي، امریکا له افغانستان نه نیولې تر ټایوان پورې یوازې ناندرۍ جوړوي او بله هېڅ لاس ته راوړنه نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې امریکايي حکومت په تېرو کلونو کې یوازې ناندرۍ جوړې کړې او له بایللو او ماتې پرته بل هېڅ نه لري.

نوموړي، ویلي، امریکا په افغانستان کې شل کاله حضور درلود، خو له ویجاړیو او ناندریو پرته یې هېڅ‌ نه لرل.

دغه هغه وايي، امریکا په عراق،‌ لیبیا او نورو هېوادونو کې مداخله وکړه او جګړو ته یې لمن ووهله.

ټوکر زیاتوي، اوس د نانسي پلوسي سفر پیل شوی دی او غواړي په ټایوان کې ناندرۍ جوړې کړي.

دغه امریکايي شناند ټینګار کړی، چې اوسني امریکایي سیاستوال په لږ ګټه لرونکو اقداماتو تل ستر تاوانونه کوي‌ او امریکا ته زیان اړوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com