کابینې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو برخلیک لپاره یو پلاوی ټاکلی

12 اسد 1401 ساعت 10:43

د افغان حکومت کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ټاکلی دی.


د افغان حکومت کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پلاوي ته نده سپارل شوې، چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي کابینې تېره ورځ د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې او د ریاست الوزرا د مقام لوی ریاست ګډ پلاوی دې یاده موضوع وڅېړي او راټول کړي معلومات دې له خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې د یادو ادارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو حکومت د روان کال د مرغومي په څلورمه د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړل او ویلي یې وو چې د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com