تاجکستان: د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی

12 اسد 1401 ساعت 12:59

د تاجکستان د برښنا ادارې مشر محمد عمر عاصوزاده ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی.


د تاجکستان د برښنا ادارې مشر محمد عمر عاصوزاده ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت يې ۲۸ ميليونه ډالره پوروړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دوشنبې کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي د افغانستان له برېښنا شرکت نه یې غوښتي چې پورونه يې ورکړي.

د هغه په وینا د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو بانکي حسابونو پېسې نه شي لېږلی، له همدې کبله يې د دوی پورونه هم نه دي ادا کړې.

دی وايي، څو ورځې وړاندې يې د خپلو پورونو دوه ميليونه ډالره ترلاسه کړي او هيله لري چې په څو مرحلو کې خپلې پاتې پيسې هم ترلاسه کړي.

افغانستان د اړتيا وړ برېښنا لويه برخه له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

برېښنا شرکت وړاندې منلې وه چې د برېښنا له درکه د يادو هېوادونو پورونه ور په غاړه دي چې دوی يې د ادا کولو د لارو چارو د موندلو په لټه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com