ازبکستان او تاجکستان افغان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات پیل کړي

15 اسد 1401 ساعت 11:17

د ازبکستان د دفاع وزارت د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان له پوځي ځواکونو سره د ګډو پوځي تطبیقاتو خبر ورکړی.


د ازبکستان د دفاع وزارت د افغانستان سرحد ته نژدې د تاجکستان له پوځي ځواکونو سره د ګډو پوځي تطبیقاتو خبر ورکړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې انټرفکس خبري آژانس پرون د ازبکستان په جنوب لویدیځ کې د ځانګړو پوځي ځواکونو د قوماندان زیناب الدین ایمانوف له قوله خبر ورکړ چې وايي، پوځي تطبیقات ترمز ښار ته نژدې پیل شوي دي.

د سرچینې په وینا د دې پوځي تمرینونو د پرانیستو په مراسمو کې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز مرستیال شرف خدای بیردي هم حاضر و.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازبکستان د افغانستان سرحد ته نژدې څوڅلې له روسیې او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153105

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153105/

جمهور
  https://www.jomhornews.com