افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلنډ ته تللې ده

15 اسد 1401 ساعت 11:25

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پنځو شل اوریزه لوبلړۍ د ترسراوي لپاره ایرلنډ هېواد ته تللې ده.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پنځو شل اوریزه لوبلړۍ د ترسراوي لپاره ایرلنډ هېواد ته تللې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان لوبډله پرون جمه ایرلنډ ته روانه شوې او د لوبو کوربتوب به ایرلنډ لوبډله کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، د دې سفر موخه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو لوبو ترسره کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او انشاالله چې پایله به یې ښه وي.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ د اګست په نهمه نېټه پیلېږي او د اګست تر ۱۷مې نېټې پورې دوام کوي.

د یادونې ده، چې پنځه واړه لوبې د ایرلنډ په بلفاست ښار کې پلان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153106

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153106/

جمهور
  https://www.jomhornews.com