ایران: یو څاڅکی اوبه مو افغانستان او ترکیې ته نه بښو

15 اسد 1401 ساعت 15:33

ایران کې یو ځل بیا د اوبو موضوع توده شوې او تازه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران د خپلو اوبو یو څاڅکی هم ګاونډیو هېوادونو ته نه بښي.


ایران کې یو ځل بیا د اوبو موضوع توده شوې او تازه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران د خپلو اوبو یو څاڅکی هم ګاونډیو هېوادونو ته نه بښي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حسین امیر عبدالهیان دغه څرګندونې د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې کړې دي.

نومړي ویلي، ایران به د خپلو اوبو د حق حتی یو څاڅکی ګاونډیو هېوادونو؛ ترکیې او افغانستان ته ونه بخښي.

عبدالهیان وايي، ایران او ترکیې د ارس سیند په اوبو کې د دوو خواوو د ونډې پر سر د اختلاف د حل کولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره هم د هلمند سیند او د کمال خان بند د اوبو د پرېښودو په اړه خبرې کړې دي.

افغان لوری وايي، چې د ایران سره د اوبو موضوع له کلونو پخوا حل شوې او دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق آبې ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com