ګوترېش: نړۍ د اټومي جګړې له ګواښ سره مخ ده

16 اسد 1401 ساعت 7:41

د ملګرو ملتونو عمومي مشي انتوني ګوترېش په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې نړۍ د اټومي جګړې له ګواښ سره مخ ده.


د ملګرو ملتونو عمومي مشي انتوني ګوترېش په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي، چې نړۍ د اټومي جګړې له ګواښ سره مخ ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوترېش د جاپان په هیروشیما ټاپو د لومړي اټومي بم غورځولو د پېښې په یاد غونډه کې ویلي، دا دویم ځل دی، هیروشمیا ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړې، دا ورته ګرانه ده چې د دغه ښار په لیدو سره د پېښې دروندوالی احساس نه کړي.

ګوترېش خبرداری ورکړ، چې نن ورځ نړۍ یو ځل بیا د اټومي جګړې د ګواښ سره مخامخ ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې نن ورځ نړیوال د هغه درس د هېرولو له خطر سره مخ دي چې ۷۷ کاله پخوایې زده کړی وو.

دی وايي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جیوپولیتیکي بحرانونو له کبله یوځل بیا د اټومي وسلې د احتمالي کارولو عمومي ګواښ لیدل کېږي.

د هغه په وینا دغه ګواښ د منځني ختیځ څخه نیولې د کوریا ټاپو وزمې پورې او په اوکراین باندې د روسیې یرغل پورې لیدل کېږي.

هیروشیما ښار ته په اشاره ده زیاته کړه، نړۍ باید له ځان وپوښتي، چې ۷۷ کاله پخوا یې د دغه ښار په فضا کې دیوه اوچت او پیاوړي لوګي له پورته کېدو څه زده کړل؟

ګوترېش وايي، هغه هېوادونه چې اټومي وسله لري ښایي ژمنه وکړي چې دوی به له دغې وسلې څخه د کارولو لومړنۍ ګام نه پورته کوي او ښایي هغو هېوادونو ته چې اټومي وسله نه لري ډاډ ورکړل شي چې د دوی خلاف به له دې وسلې کار نه اخیستل کېږي یا به په دې وسله نه ګواښل کېږي.

خو په وینا یې د اټومي ګواښ د حل لپاره یواځې یوه لار شته او هغه دا چې هېڅ ډول اټومي وسله باید نه وي.
 
د یادونې ده، چې له ننه ۷۷ کاله پخوا په نړۍ کې لومړی ځل اټومي بم د امریکا له خوا د جاپان په هیروشیما ټاپو وغورځول شو، چې په کې ۱۴۰ زره کسان  وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 153124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com