ختیځ ننګرهار ولایت کې یو قومي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا د کور څخه ایستل شوی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د ننګرهار ولایت د مومنددرې ولسوالۍ په هزارناو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
وژل شوی قومي مشر ملک جمیل نومېده، چې د سیمې د خلکو په وینا د قرانکریم حافظ هم وو او جسد یې پرون سهار موندل شوی دی.
د سیمې د یوه بل ملک په وینا چې ملک جمیل کورنۍ د هېڅ ډلې ټپلې سره اړیکې او له چا سره شخصي دښمني یا ستونزه نه درلوده.
د وژل شوي کس وروڼو له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې وسله وال کسان د امارات په نامه ورغلي او د دوی ورور یې لومړی له کوره ایستلی او وروسته یې وژلی دی.
دوی له اسلامي امارت نه په کلکه وغوښتل، چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په ورته وخت کې ملک عباد وایي، دوی غوښتل، چې وژل شوي قومي مخور مړی د احتجاج په توګه د جلال آباد- تورخم لویې لارې ته انتقال کړي، خو امنیتي چارواکو ژمنه وکړه، چې د پېښې عاملین به پیدا او په قانون ته به یې وسپاري.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم د پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي، ولایت مقام د پېښې په تړاو یوه پلاوي ته د څېړنو سپارښتنه کړې چې سیمه ته رسېدلی او څېړنې یې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل