ایران وايي، د افغانستان د کمال خان بند اوبه ورسېدلي دي

16 اسد 1401 ساعت 9:06

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې افغان چارواکو د کمال خان د بند اوبه ورخوشې کړې او ایران ته رسېدلي دي.


د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې افغان چارواکو د کمال خان د بند اوبه ورخوشې کړې او ایران ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قمي ویلي، چې د افغانستان د هلمند اوبه اوس سیستان او بلوچستان ولایت ته رسېدلي دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه د ویډیو خپرولو سره ویلي له افغانستان ایران ته د اوبو د تلپاتې بهېدو لپاره به سلا مشورې روانې وي.
 
خو د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله ده مرده ویلي، دا اوبه نه دي ایله شوې، بلکې سېلاب  افغان حکومت  اړ کړ چې اوبه خوشې کړي.
 
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي څو ورځې مخکې د خپل هېواد پر چارواکو غږ وکړ چې له ۱۱ سره د اوبو پرېښودو مسله پرلپسې وڅاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153131

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153131/

جمهور
  https://www.jomhornews.com