حکمتیار:

امریکا جګړه پای ته نه ده رسولې، د دوحې تړون یوه دوکه وه

16 اسد 1401 ساعت 10:06

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې وايي، امریکا لا هم په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسولې.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې وايي، امریکا لا هم په افغانستان کې جګړه پای ته نه ده رسولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې حکمتیار په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري او جګړه یې پای ته نه ده سولې.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا تر اوسه د الظواهري د وژلو کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

دی وايي، همدا بریدونه دي چې ترهګري یې زېږولې او ترهګرې ډلې یې رامنځته کړې دي، چې دوی ورته دا نوم کاروي.

د حکمتیار په خبره د یوولسم سپټمبر په څېر پېښې د همدا ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي.

د حزب اسلامي مشر زیاته کړې، د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه او دا د سولې تړون نه و، ځکه په وینا یې امریکا دې تړون ته هېڅ التزام او درناوی نه لري.

حکمتیار ویلي، د ظواهري وژلو سره نه القاعده له منځه ځي، نه امریکا خپلې موخې ته رسیږي لکه څنګه چې د اسامه په وژلو یې خپلې موخې ترلاسه نه کړې.

د یادونې ده، چې امریکا تېره اوونۍ د کابل په شېرپور کې په یوه کور ډرون برید وکړ او دوه ورځې وروسته یې ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه، چې په دغه برید کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د برید پخلی کړی خو وايي، په دغه کور کې څوک نه و او دوی په دې نه دي خبر چې ایمن الظواهري افغانستان ته راغلی دی.

تر دې اعلان وروسته اسلامي امارت پرون په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا داسې برید کړی، چې په یاده سیمه کې یې ټولې نښې نښانې له منځه وړې او دوی د کوم جسد درک نه دی لګولی.

اسلامي امارت د دغه پېښې د دقیق څېړلو لپاره امنیتي ارګانونو ته امر کړی، خو ډېری طالب چارواکي په تلوېزیوني بحثونو کې وايي، چې نه ایمن الظواهري په دې کور کې و او نه هم وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com