جوزجان کې ۱۸ زره کسان په کولرا اخته شوي دي

16 اسد 1401 ساعت 11:59

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.


د جوزجان د عامې روغتیا ریاست وایي، د دوو اونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لږ تر لږه ۱۸زره کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني صمیم وايي له دې ډلې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی زیاتوي، د یادې ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه یې ۵ روغتیايي ټیمونه اقچې، منګجک، مردیان، خانقاه او فیض اباد ولسوالیو ته استولي دي.

نوموړي د هوا ګرمېدل، د خلکو له خوا د چاپیریالي حفظ الصحې نه مراعاتول او له ککړو اوبو استفاده پر یادې ناروغۍ د اخته کېدو اساسي لاملونه وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 153142

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/153142/

جمهور
  https://www.jomhornews.com